امریکایي چارواکي، ښایي اسرائیل پر لبنان ځمکنی برید وکړي
العربیه خبري شبکې خبر ورکړی، چې د اسرائیلو او د لبنان حزب الله ډلې ترمنځ د ورځنیو شخړو پر زیاتېدو سره احتمال شته، چې اسرائیل پر لبنان ځمکنی یرغل وکړي.
دغې شبکې د څو امریکایي چارواکو له قوله ویلي، ممکن پر لبنان د اسرائیلو ځمکني بریدونه د راتلونکو میاشتو کې پیل شي.
بلخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د دې برید خبرداری ورکړی، چې تر دې برید وروسته به په سیمه کې جګړه په بې ساري ډول زیاتوالی پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو او لبنان په سرحدي سیمو کې دواړه لوري یو پر بل راکېټي بریدونه کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ د زیاتوالي سبب هم شوی دی.