د ترکیې هېواد ۵۰۸ ټنه مرسته هرات ته را ورسېده

د ترکیې هېواد ۵۰۸ ټنه مرسته هرات ته را ورسېده سیمه
د ترکیې د مرستې اورګاډی

د ترکیې هېواد ۵۰۸ ټنه د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته نن هرات ولایت ته را ورسېده.

د افغاني سرې میاشتې ویاند عرفان الله شرفزوی وايي، چې دا مرسته څو ورځې وړاندې له ترکيې په رېل ګاډي کې را روانه  شوې وه، چې نن تور غونډۍ بندر کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.
ښاغلی شرفزوی زیاتوي، چې دې مرسته کې د غیري خوراکي توکو تر څنګ ۲۲۲ ټنه خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وريځې، لوبيا، دال، نخود، بوره، روب، زيتون، مکروني، تور چای، د سوپ اوړه، مربا، بسکوېټ او نور توکي شامل دي.

ټاکل شوې دا مرسته به د هرات ولايت په زلزله ځپلو کورنيو او له پاکستان راستانه شویو کډوالو باندې ووېشل شي.

تړلي موضوعات