آمو سیند نفتي حوزه کې ۶ نوې څاګانې فعالې شوې

آمو سیند نفتي حوزه کې ۶ نوې څاګانې فعالې شوې بیارغونه او پراختیا
آمو سیند نفتي حوزې یوه څنډه

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان خبر ورکړی، چې د آمو سیند نفتي حوزه کې ۶ نوې څاګانې فعالې شوې دي، چې ورسره د استخراج ورځنۍ سطحه ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلې ده.

ښاغلی افغان زیاتوي، چې اوس د ټولو فعالو څاګانو شمېر ۲۴ ته لوړ شو، چې ورسره ورځنی استخراج هم له ۱۱۰۰ څخه ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلی دی.
د نوموړي په خبره، چې د روان ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې به ۲۳ نورې نوې څاګانې هم فعالې شي، چې ورسره به د استخراج ورځنۍ سطحه ۳ زره ټنو ته لوړه شي.

د یادونې وړ ده، چې آمو سیند نفتي حوزه کې دمګړۍ ۱۵۰۰ تنه هېوادوال په کار بوخت، چې نویو څاګانو فعالېدو سره به کاري فرصتونه هم زیات شي.

تړلي موضوعات