ښایي تر راتلونکې دوشنبې پورې په غزه کې اوربند وشي

ښایي تر راتلونکې دوشنبې پورې په غزه کې اوربند وشي نړۍ
د یرغمل شویو ازادېدل به هم په کې شامل وي

د امریکا ولسمشر جوبایډن په قطر کې د جګړې ښکېلو لوریو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته ویلي، هیله لري تر راتلونکې دوشنبې پورې په غزه کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند وشي.

رویټرز د جوبایډن له قوله ویلي، له دې ناستې وروسته زیاته تمه ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند هوکړه وشي، چې د یرغمل شویو ازادېدل به هم په کې شامل وي.

بایډن وروسته له هغې په غزه کې د اوربند رامنځته کېدو هيله ښودلې چې امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه لیک درې ځلې ویټو کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو یرغل وروسته هلته د اسرائیلو له لوري شاوخوا ۳۰ زره بې ګناه فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي؛ خو امریکا او غربي هېوادونو واکمنان پر دې جنایتونو چوپ دي او اسرائیل له دې بې ساري بشر ضد وحشت څخه نه راګرځوي.

تړلي موضوعات