د اوکتوبر له اوومې اسرائیلو په غزې تړانګې ۷۰ زره ټنه بمونه غورځولي

د اوکتوبر له اوومې اسرائیلو په غزې تړانګې ۷۰ زره ټنه بمونه غورځولي نړۍ
بشر ضد جرمونو په اړه معلومات خپاره کړي دي

د اوکتوبر له اوومې چې په غزه کې جګړې پیل شوي د صهیونیستي رژیم پوځیانو ۱۹ ډوله د بشریت ضد جنایتونه تر سره کړي او په دې موده کې اشغالګرو ۷۰ زره ټنه بمونه د ملکي وګړو په سیمو غورځولي دي.

په غزې که د حکومت د رسنیو دفتر د تیرو درې نیمو میاشتې جګړې پر مهال د اسرائیلو له لوري د تر سره شویو بشر ضد جرمونو په اړه معلومات خپاره کړي دي. 

د ټي ار ټي د معلوماتو له مخې په دې موده کې اشغالګرو ځواکونو نږدې ۳۰ زره بیګناه وګړي شهیدان کړي، چې ډیره برخه یې ښځې او ماشومان دي او تر ۲۶۰۰ عام فلسطیني وګړي نیول شوي هم دي، چې ور سره بې رحمانه، ظالمانه او وحشیانه چلند شوی دی. 

د حکومت د رسنیو د معلوماتو له مخې سره له دې، چې دوه میلیونه فلسطیني وګړي د خپلو سیمو پرېښودو ته مجبور شوي اشغالګرو په زرګونو ځله ښځې او ماشومان جامو ویستلو ته هم اړ کړي او ډول ډول سپکاوی یې ورته کړی دی. 

اسرائیل چې ټوله غزه ، په ځانګړې توګه په شمالي برخه یې په بشپړه توګه کلابنده کړې، لوږه د وسلې په توګه کاروي او الزیتون، شیخ رضوان، النصر او المغازي مهاجر کډوالو کمپ په سیمو کې یې په سلګونو کسان د انساني سپر په توګه کارولي دي. 

دغزې حکومت زیاته کړې، چې تر دې دمه کابو ۳۰۰ میلیونه نغدې پیسې، سره زر، زیورات او قیمتي شیان د فلسطینیانو د تیښتې یا توقیف پر مهال د هغوی له کورونو او یا د فلسطین له ادارو څخه غلا شوي دي. 

اشغالګرو ځواکونو په دې جګړه کې تر ۵۰۰ زیات جوماتونه او کلیساګانې، له ۳۰۰ څخه زیات پوهنتونونه او ښوونځي، له ۳۶۰ زرو زیات د استوګنې کورونه، تر ۲۰۰ زیات زرګونه کاله تاریخ لرونکي تاریخي سیمې او د غزې له ۳۵ روغتونونو څخه له ۳۱ څخه زیات یې په بریدونو کې ړنګ کړي. 

د یادونې وړ ده، چې اسرائیلو د اکتوبر له اوومې پر ملکي سیمو ۷۰ زره ټنه ممنوع فاسفورس او کلسټر بمونه غورځولي، چې لویې سیمې یې ویجاړې کړې دي.

تړلي موضوعات