قونسلي خدمتونه دې تر بل هر وخت چټک شي

قونسلي خدمتونه دې تر بل هر وخت چټک شي سیاست
مشورې او غوښتنې اورېدلې دي

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ترکمنستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په پلازمېنه عشق اباد کې له افغان سفارت څخه لیدنه کړې.

مولوي امیرخان متقي په دې لیدنه کې د سفارت ډيپلوماټانو او کارکوونکو ته له ترکمنستان سره د اړیکو د پراختیا او د قونسلي خدمتونو د چټکتیا لارښوونه کړې.

نوموړي د یاد سفارت ډيپلوماټانو او کارکوونکو څخه په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د هغوی نظرونه، مشورې او غوښتنې اورېدلې دي.

بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته په سفر لاړ، چې د ترکمنستاني چارواکو سره به په دوه اړخیزو اړیکو او اړوند نورو مضوعاتو خبرې اترې وکړي.

تړلي موضوعات