اوکراین به په یو مناسب وخت کې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي

اوکراین به په یو مناسب وخت کې د ناټو غړیتوب تر لاسه کړي نړۍ
د روسیې په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه اعلامیه ویلي، چې اوکراین به په یومناسب وخت کې له ناټو سازمان سره یو ځای شي. 

نوموړي ټینګار کړی، چې تر یو مناسب وخت را رسیدو پورې به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو د روسیې په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي. 

سټولټنبرګ ویلي، په تیرو څو اونیو کې د ناټو سازمان غړو هیوادونو له کیف سره زیاتې پوځي مرستې وکړې او نورې مرستې هم پر لاره دي. 

په ناټو سازمان کې د اوکراین د غړیتوب څرګندونې پر داسې مهال مطرح کیږي، چې مسکو ۲ کاله وړاندې په دې سازمان کې د اوکراین د شاملېدو د وېرې له کبله پر دغه هېواد پوځي برید وکړ.

تړلي موضوعات