په سور او عرب سمندرونو کې به د بیړیو په وړاندې خپل بریدونه پراخ کړي

په سور او عرب سمندرونو کې به د بیړیو په وړاندې خپل بریدونه پراخ کړي نړۍ
سور سمندر او عرب خلیج کې په تجارتي بیړیو بریدونه نه وي درولي

د یمن د حوثي ځواکونو ویاند یحیی سریح په خپله اېکس پاڼه په یوه بیانیه کې ویلي، د امریکا او بریټانیا له لوري پر یمن د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره به دوی هم په عرب او سور سمندرونو کې په ډېر غوره پوځي امکاناتو سره ځواب ورکړي. 

د العربیه د خبر له مخې ښاغلي سریع ویلي، ځواکونو یې د امریکا یوه نفتي بیړۍ په عدن خلیج کې د توغندي په واسطه په نښه کړې او دغه راز یې په سور سمندر کې هم د امریکا یو شمېر جنګي بېړۍ په خپلو بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې دي. 

په ورته مهال د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سینټکام تیره ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر هغو به یې پر یمن بریدونه دوام ولري، چې حوثي ځواکونه په سور سمندر او عرب خلیج کې په تجارتي بیړیو بریدونه نه وي درولي. 

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د خبرپاڼې په اساس ځواکونو یې د بریټانیا، استرالیا، کانادا، ډنمارک، هالند او نیوزلند هوایي ځواکونو په ملاتړ د حوثي ځواکونو هغه مرکزونه په نښه کړي، چې په سور سمندر کې یې ور څخه د بیړیو په نښه کولو لپاره استفاده کوله. 

حوثي ځواکونو د اوکتوبر له میاشتې راهیسې ۴۵ ځلې د امریکا او نورو هغو هیوادونو په کښتیو بریدونه کړي، چې په غزه کې د اسرائیلو د جګړې ملاتړ کوي او ګوواښ یې کړی، چې د داب المندب تنګی به په بشپړ ډول د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړي.

تړلي موضوعات