د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی سیاست
دوو اړخیزو مسایلو له ترکمنستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په بلنه ترکمنستان هېواد ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ښاغلي متقي به د دې سفر په ترڅ کې پر ګڼو دوو اړخیزو مسایلو له ترکمنستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

له نوموړي سره په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت، اوسپنې پټلۍ ادارې او د دافغانستان برېښنا مسئولین هم ملتیا کوي.

تړلي موضوعات