د بې پولې ډاکترانو ټولنه؛ په غزه کې کم عمره ماشومان د مرګ هيله کوي

د بې پولې ډاکترانو ټولنه؛ په غزه کې کم عمره ماشومان د مرګ هيله کوي نړۍ
د دې شورا کوم غړی تر خپل تاثیر لاندې راولي

یورو نیوز راپور ورکړی، چې د بې پولي ډاکټرانو رئیس کریستوفر لاک یر د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو ته په خطاب کې ویلي، هغه ماشومان چې په غزه کې په جګړه کې ژوندي پاتي دي، نه یوازې داچې جسمي ټپیان دي، بلکي روحي ټپونه هم زغمي. 

کریسټوفر ویلي، په غزه کې داسې ماشومان هم شته چې د اسرائیلو د بمباریو په ترڅ کې یې د خپلو کورنیو غړي په خپلو سترګو ټوټه ټوټه لیدلي، چې دغه ناوړه رواني حالت د دې لامل شوي د ۵ کلنو ماشومان دېته ترجیح ورکوي چې مړه شي. 

یورو نیوز په خپل راپور کې په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ چون له قوله ویلي، د غزې په اړه د بې پولي ډاکټرو رئیس له خبرو وېرېدلی دی او په خبره یې، هیله لري چې له غزې څخه د بې پولي ډاکټرانو دردونکی انځور چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو لپاره یې رسم کړی، وکولای شي د دې شورا کوم غړی تر خپل تاثیر لاندې راولي. 

دا څرګندونې له هغې وروسته مطرح کېږي، چې په غزې د اسرائیلو د بریدونه له پیل څخه تر اوسه امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري په غزه کې د بشردوستانه اروبند د غوښتنې درې پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي.

تړلي موضوعات