د دوحې ناسته یي له نږدې څارله چې کومه پایله یې نه درلوده

د دوحې ناسته یي له نږدې څارله چې کومه پایله یې نه درلوده سیاست
ټولو مسایلو په اړه هر اړخیزې سلا مشورې ترسره شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوناما له مشرې مېرمن روزوا اتنبایوا سره په کتنه کې ویلي، هیله مند دی چې له افغانستان سره د تعامل په اړه ناستې ښې پایلې ولري.  

ښاغلي متقي په دې کتنه کې زیاته کړې چې، د دوحې ناسته یي له نږدې څارله او ولیدل شول چې کومه ځانګړې پایله یي نه درلوده. 

نوموړي زیاته کړې، د ناستو د موثریت لپاره مهمه ده، چې له کابل سر پر وخت د ټولو مسایلو په اړه هر اړخیزې سلا مشورې ترسره شي. 

بلخوا د یوناما مشرې مېرمن روزوا اتنبایوا هم په دې کتنه کې له افغان حکومت سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی، چې  په خبره یې د راتلونکو ناستو په تړاو به له کابل سره پراخې سلامشورې کېږي. 

اغلې روزا د دوحې ناستې په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ د ملګرو ملتونو سرمنشي پیغام په رسولو سره ویلي، چې له افغان حکومت سره باید سلا مشورې وشي او د افغانستان لپاره د استازي په ټاکلو کې داسي اقدام ونه شي چې له افغان حکومت سره کار پیچلی کړي.

تړلي موضوعات