غزني کې ۴ صنعتي ښارګوتي جوړېږي

غزني کې ۴ صنعتي ښارګوتي جوړېږي بیارغونه او پراختیا
د غزني ولایت یوه څنډه

د غزني ځايي مسؤلینو خبر ورکړی، چې غزني ولایت کې څلور صنعتي ښارګوټي جوړېږي، چې د دې ولایت له مرکز څخه لرې ورته ځایونه ټاکل شوي دي.

مسؤلین زیاتوي، چې دا صنعتي ښارګوټي د غزني په سفنده، پېرکه او تلخک دښت سیمو کي پر سلګونه جریبه ځمکه کې جوړېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤلینو په دې تړاو ویلي، چې د دې ښارګوټو د ځمکو وېش به د وزرات له خوا برابر شي او د اسلامي امارت د مشرتابه تر منظورۍ وروسته به یې کارونه پیل شي، چې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه په کې برابره شي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره د صنعت او سوداګرۍ برخې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، چې ورسره د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې پر صنعتي ښارګوټو جوړېدو کار روان دی.

تړلي موضوعات