سايبر طوفان الاقصى ډلې اسرائیلي مهم ویب سایټونه هیک کړي دي

سايبر طوفان الاقصى ډلې اسرائیلي مهم ویب سایټونه هیک کړي دي سیمه
د فلسطیني هیکر مصنوعي عکس

الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې د « سایبر طوفان الاقـصی» هکرانو ډلې د اسرائیلو د دفاع وزارت، سوداګرۍ او ځینو نورو برخو مهم ویب سایټونه او انټرنیټي پاڼې هیک کړې دي؛ چې امنیتي او پوځي برخې لکونو اسرائیلي کارمندانو معلوماتو ته یې لاس رسی پیدا کړی دی.

د «TechCrunch» راپور پر بنسټ چې د دې سايبري برید له امله ډېر شمېر اسرائيلي ویبپاڼې له کار لوېدلې دي.
راپورونه وايي، چې د دې انټرنیټي برید له امله شاوخوا ۳ میلیونه اسرائیلي وګړي متضرر شوي او معلوماتو ته یې لاس رسی پیدا شوی.

بلخوا د يديعوت أحرونوت په نوم اسرائیلي ورځپاڼې هم د دې سايبري بريدونو پخلی کړی.

د هکرانو دې فلسطیني ډلې ویلي، دا بريد یې د "طـوفان الاقـصـی" عملياتو او فلسطيـ.ني ولس ملاتړ په پار ترسره کړی.
د انټرنیټي چارو شنونکي وايي، چې دا پراخ سایبري بریدونه د هکرانو تر ټولو قوي ډلو لخوا ترسره شوي دي.

تړلي موضوعات