د بشري حقونو مدافعین د غزې په حال کومه اندېښنه نه ښيي

د بشري حقونو مدافعین د غزې په حال کومه اندېښنه نه ښيي سیاست
د بشري حقونو مدافعین د غزې په حال کومه اندېښنه نه ښيي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د بشري حقونو درواغجن مدعیان چې په افغانستان کې د بشري حقونو تر عنوان لاندې د تمساح اوښکې تويوي، خو د غزې په حال هیڅ ډول اندېښنه نه ښيي او نه هم د ظلم لاس بندوي.

ښاغلي ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه د غزې د ماشومانو د یوې ویډیو په خپرلو سره چې سختې لوږې او وېرېدلي حالت سره مخ دي لیکي، دا حالت د بشري حقونو د کاذب مدعیان او له بشر حقونو څخه سوء استفاده کوونکي اسانه معلوموي.

ښاغلي ویاند داسې مهال د تش په نوم د بشري حقونو په مدافعینو نیوکه کړې، چې دغې ډلې تل په افغانستان کې د بشري حقونو نه مراعت څخه فریاد کړی او په اسلامي امارت یي د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو تورونه پورې کړي دي.

په داسې حال کې، چې دا مهاله په غزه د اشغالګرو اسرائیلو له لوري هره ورځ په لسګونو بې ګناه فلسطیني وګړي په ړندو بمباریو کې شهیدانېږي، خو دغه بنسټونه پرې هیڅ ډول باک هم نه کوي او نه یي هم تر اوسه د مخنیوي په برخه کې کوم اقدام کړی دی.

تړلي موضوعات