ا.ا چمتو دی د خبرو له لارې د ټولو هېوادونو اندېښنو ته ځواب ووایي

ا.ا چمتو دی د خبرو له لارې د ټولو هېوادونو اندېښنو ته ځواب ووایي سیاست
غواړي هره مسئله د خبرو له لارې حل کړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت پالیسي داده، چې افغانستان به هیچا ته هم د ګواښ په توګه مطرح نه شي او نه به چاته اجازه ورکړي چې افغانستان د چا پرضد وکاروي. 

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، اسلامي امارت په ډیالوګ باور لري او غواړي هره مسئله د خبرو له لارې حل کړي. 

ښاغلي مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د ټولو هېوادونو اندېښنو ته درناوی لری او چمتو دي، چې د خبرو له لارې یي اندېښنو ته ځواب و وایي. 

بلخوا په دې کتنه کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا ویلي، جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړولو او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي. 

نوموړي همداراز په دې کتنه کې ویلي، هېواد یي چمتو دی، چې په افغانستان کې د بیارغونې، پراختیایي چارو، روغتیا او د ظرفیت لوړولو په برخو کې پروژې پلي کړي.

تړلي موضوعات