د دوحې په غونډه کې د افغان حکومت د نه ګډون دریځ ملاتړ کوو

د دوحې په غونډه کې د افغان حکومت د نه ګډون دریځ ملاتړ کوو سیاست
د دوحې غونډې په څنډه کې د تش په نوم افغان فعالانو سره له ناستې ډډه کړې ده

په کابل کې د روسیې سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوحې په غونډه کې د نه ګډون په اړه د افغانستان د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ کوي. 

سفارت په خپله اعلامیه کې ویلي، د اسلامي امارت په غوښتنه یې د دوحې غونډې په څنډه کې د تش په نوم افغان فعالانو سره له ناستې ډډه کړې ده.

په کابل کې د روسیې سفارت په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د ملګرو ملتونو له لوري د دې غونډې پر مهال په فرعي ناستو کې د اسلامي امارت د پلاوي په ګډون سره یاد سازمان د افغان ولس په نماینده ګي د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي فعاله ګډون له پامه غورځولی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان له لوري افغان پلاوي ته په عمومي ناسته کې د نه ګډون او د اسلامي امارت له لوري د وړاندې شویو شرایطو په نه منلو سره اسلامي امارت په دې غونډه کې د نه ګډون پرېکړه کړې وه.

تړلي موضوعات