د ملګرو ملتونو سازمان دې د ا.ا رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات وکړي

د ملګرو ملتونو سازمان دې د ا.ا رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات وکړي سیاست
د ا.ا د رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي

ریاست الوزراء ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او اسیا پسیفیک هېوادونو لپاره د یاد سازمان دفتر مسؤولې مېرمن کاني وګناراجا او مل پلاوي سره وکتل.

کتنه کې اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت توانېدلی تر څو د اداري فساد او نشه یي توکو د کر، استعمال، قاچاق او تجارت په لمنځه وړلو، د پایداره سولې او امنیت پر ټینګښت، بېوزلو سره مرستې، د روږدو کسانو راټولولو او درملنې او دغه راز یو میلیون بېرته راستنو شویو کډوالو د مدیریت لپاره بریالی عمل وکړي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې، له ملګرو ملتونو سازمان څخه د ا.ا تمه دا ده، چې ‌ذکر شوو اقداماتو ته په پام، د ا.ا د رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

له بل لوري بیا دې کتنه کې مېرمن وګناراجا ویلي، افغانستان کې موجود امنیت او د اسلامي امارت د مسوولینو همکاري د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالو سازمانونو او نړیوالو خصوصي مؤسسو ته دا زمینه برابره کړې، ترڅو له افغانانو سره په غوره ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړې ویلي، دغه سازمان تیار دی، چې د چاپیریال ساتنې، بشري چارو، کارموندنې زېربنایي چارو او د بېوزلۍ کمولو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

تړلي موضوعات