د ملګرو ملتونو له لوري جوړو شویو غونډو کې د ا.ا.ا نه ګډون د دې سازمان ارزښت کموي

د ملګرو ملتونو له لوري جوړو شویو غونډو کې د ا.ا.ا نه ګډون د دې سازمان ارزښت کموي سیاست
د دې سازمان ارزښت او اهمیت کموي

د سیاسي چارو شنونکي امان الله هوتکي حریت نیوز ته د دوحې غونډې په اړه ویلي، هغه نړېوالې او سیمه ییزې غونډې چې افغانستان په اړه وي او اسلامي امارت هلته ګډون نه وي کړی، هغه غونډې نتیجې نه ورکوي او بې پایلې وي.

ښاغلی هوتکي زیاتوي، چې دوحې غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون ملګرو ملتونو ته دا پیغام لري، چې کومې غونډې که د افغانستان په اړه وي، باید اسلامي امارت په جریان کې وي، ځکه اوس د افغانستان سرنوشت موجود دی او داسې څوک شته چې د هېواد رهبري پر مخ وي.

د یاد سیاسي شنونکي په خبره، د دوحې روانه غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون د ملګرو ملتونو په خیر نه دی او د دې سازمان ارزښت او اهمیت کموي.

تړلي موضوعات