د مونیخ په غونډه کې ښکاره شوې اندېښنې بې ځایه دي

د مونیخ په غونډه کې ښکاره شوې اندېښنې بې ځایه دي سیاست
هیڅ بهرنۍ ډله شتون نلري او نه هم د فعالیت اجازه ورکول کېږي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د جرمني په مونیخ کنفرانس کې د افغانستان په اړه راټوکېدلې اندېښنې بې ځایه بللې دي. 

د مونیخ کنفراس چې وړمه ورځ د جرمني په مونیخ ښار کې ترسره شو، د ۱۲هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د بهرنیو ډلو له شتون څخه اندېښنه وښودله، چې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد دغه اندېښنې بې ځایه بللي دي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح لله مجاهد ویلي، افغانستان له کلونو وروسته په بشپړ ډول امن شوی، چې هیڅ بهرنۍ ډله شتون نلري او نه هم د فعالیت اجازه ورکول کېږي. 

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د اسلامي امارت په دونیم کلن حکومت کې له افغانستان څخه هیڅ کوم هېواد ته ګواښ نه دی پېښ شوی او د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په ترڅ کې د دې توکو کرکیله صفر او په وړاندې یې کوټلي ګامونه اخیستل شوي دي. 

ذبیح الله مجاهد همداراز ویلي، د ښځو په ګډون د ټولو اتباعو حقونه خوندي دي، چې د خلکو د ځانې، مالي، عرضي او روحي امنیت ساتنې تر څنګ د محاکمو دروازې بې له تفکیک او توپیره د ټولو افغانانو پر مخ خلاصي او حقوقو ته یې رسیدګي کيږي. 

مجاهد د مونیخ کنفرانس ګډونوالو د اندېښنو په ځواب کې ویلي، د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کول تشویش خپرول او له افغانستان څخه د ګواښ او وېرې احساس پیدا کول د یادو هېوادونو د معلوماتو  کمزوري په ډاګه کوي او یا ځیني مغرضي کړۍ په لوی لاس داسې غونډو ته ناسم معلومات وړاندې کوي او د افغانستان په اړه ناسم انځور خپروي. 

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د مغرضو کړیو له لوري د پروپاګنډا له خپراوي سره سره افغانستان خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او د چا اعلامیو او تشویشونو ته په تمه نه پاته کېږي.

تړلي موضوعات