متجاوز هېوادونه دې بیا له یرغل وړاندې سل ځله فکر وکړي

متجاوز هېوادونه دې بیا له یرغل وړاندې سل ځله فکر وکړي سیاست
د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري

د افغانستان اسلامي امارت د دلوې ٢٦ مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ایستلو په اړه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د تېرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې يرغلونو او په مقابل کې يې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې متجاوز هېوادونه عبرت واخلي او د بل ځل لپاره به پر افغانو له هر ډول تجاوز څخه وړاندې سل ځله فکر وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، افغانان سوله غوښتوونکي خلک دي، خو هرځل يې سوله او امن د بهرنيو يرغلونو او تاړاکونو له امله په جگړه بدل شوې او کلونه ځورول شوي اوکړول شوي دي.

اعلامیې زیاته کړې، د افغانستان مسلمان او غیور ولس باید د تېر په څېر په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيوو او دسیسو پر وړاندې بیدار و اوسي او د خپل کلک اسلامي تعهد او ملي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او د خپل هېواد ازادي او خپلواکي وساتي.

د اسلامي امارت په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، سره له دې چې د درېيم ځل لپاره هم  افغانستان نوی له اشغال څخه آزاد شوی، دا څرگندوي چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.

په اعلامیه کې له متجاوزو هېوادونو ته په اشارې سره ویل شوي، چې د تېرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې يرغلونو او په مقابل کې يې د کامیابۍ څخه به په راتلونکي کې متجاوز هيوادونه عبرت واخلي.

افغانستان اسلامي امارت د دلوې میاشتې ٢٦ مه چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او خروج ۳۵ مې کلیزې سره برابره ده د افغانستان په تاريخ کې يوه له ویاړه ډکه او د الله جل جلاله د شکر ورځ بولي او په مناسبت يې خپل مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي.

تړلي موضوعات