اذربایجان په لومړي ځل کابل کې خپل سفارت پرانیزي

اذربایجان په لومړي ځل کابل کې خپل سفارت پرانیزي سیاست
د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره تعارفي ناسته کې په کابل کې د سفارت پرانیستلو په اړه د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک ښاغلي متقي ته وړاندې کړ.

د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې خپرپاڼه کې ویلي، دې کتنه کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ډپيلوماټيکو اړیکو پر پیل، اقتصادي همکاريو او نورو موضوعاتو خبرې شوې دي. 

خبرپاڼه کې ویل شوي، دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي په کابل کې د لومړي ځل لپاره د اذربایجان جمهوریت سفارت پرانیسته او د سفیر په کچه د ډيپلوماټ رالېږل په دوه اړخیزو اړیکو کې یو مهم پرمختګ وباله.

 ښاغلي متقي په دې کتنه کې د اذربایجان سفیر ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې په کابل کې د اذربایجان سفارت سره لازمي مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت غواړي د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د افغانستان سفارت کې د ډپیلوماټيک حضور کچه لوړه کړي.

همدراز کتنه کې الهام محمدوف ویلي، اذربایجان د افغانستان حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

ښاغلي محمدوف د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ترڅنګ ویلي، دا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.

تړلي موضوعات