نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لار نلري

نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لار نلري سیاست
د نړۍ د یوې برخې په توګه له نړيوالو سره تعامل لري

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په لغمان ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، هیڅوک دې دا تشویش نه کوي، چې افغانستان په سیاسي میدان کې انزوا ته تللی دی. 

مولوي عبدالکبیر ویلي، دا مهال افغانستان عملا په انزوا کې نه دی او د نړۍ د یوې برخې په توګه له نړيوالو سره تعامل لري. 

ښاغلي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله هیڅ لار نلري.

 نوموړي ویلي، که په افغانستان کې امن او یو مرکزي حکومت نه وي نړۍ به افغانستان ته تشویش ولري چې په خبره یي، د نړۍ پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارولو او امن په پرته نړۍ ته له اسلامي امارت پرته بل هیڅوک دا تضمین نه شي ورکولای. 

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال افغانستان په ۳۸ هېوادونو کې فعالې سیاسي استازولۍ لري او د ګڼ شمېر هېوادونو سفارتونه هم په افغانستان کې فعال حضور لري.

تړلي موضوعات