اسلامي امارت هڅه کوي په داوطلبانه ډول د افغانانو راستنیدو ته زمینه برابره کړي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال په تورخم کې د کډوالو لپاره له جوړ شوي عمري پنډغالي څخه لیدنه کړې.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، چې له کډوالو سره د اسلامي مرستې او ملاتړ به دوام پیدا کړي او هڅه کیږي په داوطلبانه ډول هېواد ته د افغانانو د راستنولو لپاره زمینه برابره شي.
سیاسي مرستیال د دې سفر پر مهال له ټولو ملي سوداګرو او شرکتونو غوښتنه کړې، چې افغان راستانه شویو کډوالو سره د کارموندنې په برخه کې همکارۍ وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال پر داسې مهال په تورخم کې د کډوالو له کمپ څخه لیدنه کوي، چې تر دې وړاندې د کډوالو چارو وزیر ویلي ښایي د پسرلي په راتګ سره هیواد ته د کډوالو د راتګ په بهیر کې زیاتوالی راشي.