بامیانو کې د غالۍ اوبدلو، خياطي او ګلدوزي روزنیز مرکزونه پرانېستل شول

بامیانو کې د غالۍ اوبدلو، خياطي او ګلدوزي روزنیز مرکزونه پرانېستل شول سوداګرۍ او اقتصاد
۲۰۰تنه نارینه او ښځینه د غالۍ اوبدلو، خیاطي او ګلدوزي له زده کړو څخه برخمن شي

د بامیانو ولایت مقام وایي، د دې ولایت په مرکز، سیغان او شیبر ولسوالیو کې د یو میلیون یورو په ارزښت د غالۍ اوبدلو، خیاطي او ګلدوزي مرکزونه پرانېستل شول.

د بامیانو ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د یادې پروژې د پرانېستي پرمهال ډاډ ورکړی، چې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو د ودې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي د یادې پروژې پلي کوونکې مؤسسې څخه غوښتي، چې په بشپړ شفافیت سره دغه پروژې تطبیق کړي او په راتلونکې کې دغه پروسه نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

په دغو مرکزو کې به ۲۰۰تنه نارینه او ښځینه د غالۍ اوبدلو، خیاطي او ګلدوزي له زده کړو څخه برخمن شي.

دغه مؤسسه به تر راتلونکو درېیو کلونو په موده کې د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست سره په مرسته د بامیانو په مرکز، شيبر، سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو د ودې په برخه کې همکاري وکړي. 

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د اکټیډ مؤسسې په مرسته پرانېستل شوې ده.

تړلي موضوعات