پر رفح ښارګوټي د صهیونسیتي رژیم بریدونه به روان ناورین نور هم ژور کړي

پر رفح ښارګوټي د صهیونسیتي رژیم بریدونه به روان ناورین نور هم ژور کړي سیاست
د بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار نور هم له منځه یوسي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې په رفح ښار د اسرائیلي اشغالګر رژيم بریدونو په غبرګون کې ویلي، پر رفح ښار د صهیونیستي رژيم بریدونو دوام به بله لویه فاجعه رامنځته او روان ناورین به لا پسي ژور کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د صهیونیستانو روان وحشت او ظلم په کلکو ټکو غندلی او د سملاسي درېدو غوښتنه یې کړې.

‏اسلامي امارت په خبرپاڼه کې پر نړېوالو او سیمه ییزو موثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو غږ کړی، چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټول وژنې مخه ونیسي او دې قضیې ته اساسي حل لار ولټوي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په غزه کې د ټولوژنې دوام حاکم نړېوال نظم او مدعي ارزښتونه يې له جدي پوښتنو سره مخ کړي او دا د پېړۍ ټولوژنه به د نړېوالو سازمانونو او د بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار نور هم له منځه یوسي.

‏د فلسطین د غزې تړانګې پر شمال او جنوب له څلور میاشتنیو وحشیانه بریدونو وروسته تېره ورځ صهيونيستي یرغلګرو پر رفح ښارګوټي، چې شاوخوا يو نيم ميليون فلسطینیانو چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي د بمباریو او جګړو له ویرې پناه اخیستې ده، وحشیانه بریدونه پیل کړل.

تړلي موضوعات