افغان او ازبک چارواکو پر سرحدي موضوعاتو خبرې کړې

افغان او ازبک چارواکو پر سرحدي موضوعاتو خبرې کړې افغانستان
دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی

د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان ملا رحمت الله  محمد په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د ازبڪستان هېواد د سرحدونو عمومي قوماندان حسن اوف سلیم جان او مل پلاوي سره کتلي.

دفاع وزارت ویلي، چې دې کتنه کې پر سرحدي ستونزو خبرې شوې او یاد پلاوي د سرحد اړوند ستونزې له مقابل لوري سره شریکې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې لیدنه کې دواړو لورو پر خپلمنځي همکارۍ، تفاهم او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی

تړلي موضوعات