ملګري ملتونه دې د اقلیم د بدلون په اړه خپل مسئولیت ادا کړي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس کې ویلي، ملګري ملتونه دې د اقلیمي بدلون په برخه کې په کاغذ لیکلي هوکړې عملي کړي.
سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په اوسنيو شرایطو کې د اقلیمي بدلون په اړه دغه کنفرانس مهم بللی، چې نړیوال به په دې برخه کې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړي.
ښاغلي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت هم هڅه کوي، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې خپل مسئولیت په ښه ډول ادا کړي او له خلکو غوښتنه کوي،چې د چاپيریال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته مهال ښاغلي عبدالکبیر له نړیوالو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون د زیانونو مخنیوي لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
ښاغلي عبدالکبیر دغه راز هغو کسانو په وړاني د جدي اقداماتو ګواښ کړی، چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د ځنګلونو د پرېکیدو او ورته د اور اچولو په پېښو کې ښکیل وي.