ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده

ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده سیاست
دغه ستونزې او اندېښنې د ياد هېواد له چارواکو سره شريکې کړې دي

د رياست الوزراﺀ سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا سره په کتنه کې ويلي، چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او په افغانستان پورې اړه نلري.

مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ټينګار کړى، له افغانستان څخه د پاکستان په ګډون هيڅ ګاونډي ته امنیتي ستونزې نه دې جوړې شوې.

نوموړي زياته کړې، اسلامي امارت نړۍ ته ډاډ ورکوي، چې له افغانستان څخه به هيچا ته ستونزه نه جوړېږي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال داسې مهال دا څرګندونې کړې چې تازه د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر یو ځل بیا ادعا کړې، چې له افغانستان څخه پاکستان ته امنیتي ګواښ موجود دی.

بلخوا د ملګرو ملتونو ځانګړې هم له پاکستان څخه په جبر د افغان کډوالو ايستلو ته اندېښنه ښودلې په خبره يې، چې دا چاره به د دواړو هېوادونو اړیکې زيانمنې کړي.

دنوموړې تينګار کړى، چې پاکستان ته د سفر پر مهال يې دغه ستونزې او اندېښنې د ياد هېواد له چارواکو سره شريکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومتي چارواکو تل د خپلو ناکاميو پړه په افغان لورې وراچولې او افغان حکومت يې له ټي ټي پي سره په اړيکو تورن کړى، خو اسلامي امارت تل د پاکستان دا ډول ادعاوي رد کړې او دا چاره يې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

تړلي موضوعات