غزه کې تېرو څلورو ورځو کې د اسرائیلو ۶۲ ټانکونه ویشتل شوي
د حمـاس پوځي څانګې القـسام ویاند ابو عبـیده الجزیرې تلوېزیون ته ویلي، چې غزه کې یې ځواکونو تېرو څلورو ورځو کې د اسرائیـلي اشغالـګرو ۶۲ ټانکونه او پوځي وسایط ویشتلي او ویجاړ کړي یې دي.
د القسام له لوري تازه خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې القسـام ځواکونه د نښه ویشتونکو سنایپر ټوپکونو پر مټ اسرائیلي عسکر په نښه کوي او له منځه یې وړي.
بلخوا د اسرائيلي پوځ وياند منلې چې تر اوسه یې د غزې په جګړه کې ۳۷۲ تنه عسکر له لاسه ورکړي او کورنيو ته یې د هغوی د وژل کېدو خبر ورکړی.