اسلامي امارت ویاند: پاکستان هوښیار مشرتابه ته اړتیا لري

اسلامي امارت ویاند: پاکستان هوښیار مشرتابه ته اړتیا لري سیاست
انورالحق کاکړ او ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند د پاکستان موقت صدراعظم وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې پاکستان سره اړیکې هغه وخت لا ښې کېدلی شي، چې پاکستان یو هوښیار مشرتابه ولري.

د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ تېره ورځ اسلام اباد کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي، چې افغانستان سره ستونزې هغه مهال کمېدی شي، چې کابل مشروع حکومت ولري.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره مرکه کې د انورالحق کاکړ څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان کې مشروع حکومت شته او ولس یې تر څنګ ولاړ دی.

د پاکستان موقت صدراعظم تېره اونۍ هم ادعا کړې وه، چې اسلامي امارت واکمنېدو سره پاکستان کې بریدونه شپېته سلنه ډېر شوي دي؛ خو ذبیح الله مجاهد جواب کې ورته ویلي و، چې افغانستان اسلامي امارت پاکستان کې دننه د امن ټینګولو مسؤلیت نه لري.

تړلي موضوعات