روانه اونۍ کې تر ۶۰۰ د زیاتو موټر تخنیکي وضعیت کنټرول شوی
ټرانسپورټ وزارت وایي، چې د تخنیکي خدمتونو د خوندیتوب ریاست له لوري د روانې اونۍ پر مهال د کابل ښار په ترمینلونو کې د ۶۳۶ موټرو تخنیکي وضعیت کنټرول شوی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د یاد موټرو له تعداد څخه د ۵۱ موټرو اصلاح شوې او د ۶۲ نورو ټرانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د یاد وزارت له لوري د مسافر وړونکو موټرو تخنیکي چک پروسه په دوام دار ډول روانه ده، چې د معیار نه برابریدو په صورت کې یې ټرانسپورټي فعالیت ځنډول کیږي.