د خلکو ستونزو حل ته باید پر وخت ځواب وویل شي

د خلکو ستونزو حل ته باید پر وخت ځواب وویل شي سیاست
ادارو دروازې د ولسونو پر مخ خلاصې او د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدګي کېږي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ډاکټر لطف الله خیرخواه، د ښار جوړولو وزارت له مرستیال شیخ کریمي بامیاني او د هېواد له یو شمېر علماوو سره په جلا جلا ډول کتلي دي.

په دې کتنو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د افغانستان رغونه، ثبات او د خلکو ستونزو حل ته باید پر وخت ځواب وویل شي او په دې برخه کې اجرات ترسره شي. نوموړي په دې اړه د ولسونو او مسئولینو په ګډې همکارۍ ټینګار کړی.

بلخوا شیخ کریمي بامیاني او ډاکټر لطف الله خیرخواه د خپلو اړوندو ادارو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته هراړخيز معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د اړوندو ادارو دروازې د ولسونو پر مخ خلاصې او د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدګي کېږي.

تړلي موضوعات