د نشه یي توکو د مخنیوي په موخه کمېټو په فعالیت پیل وکړ

د نشه یي توکو د مخنیوي په موخه کمېټو په فعالیت پیل وکړ افغانستان
دغو کمېټو له میدان وردګو ولایت څخه د کار پيل وکړ

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیالۍ په ولایتونو کې د عامه پوهاوي او نشه یې توکو د له منځه وړلو په موخه د کمېټو فعالیت د پیل خبر ورکړی.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیالۍ د دفتر رئیس مل پاسوال مولوي حسیب الله احمدي ویلي، د دغو کمېټو په تشکیل کې لس ادارې هم ګډون لري، چې د نشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې به د ښې همغږۍ لپاره منظم کار کوي.

مولوي احمدي ویلي، یادې کمېټې به د جوماتونو، ښوونځیو او کورنو له لارې د نشه یي توکو د قاچاق، کښت، او خرڅلاو مخنیوي په برخه کې له اسلامي نظام سره همکاري کوي او خلک به له دغې شومې پدیدې څخه راګرځوي.

دغو کمېټو له میدان وردګو ولایت څخه د کار پيل وکړ، چې دغه پروسه به ټول هېواد ته وغځوي.

دا کمېټې په داسې حال کې په فعالیت پیل کوي چې تازه د کورنیو چارو وزارت منسوبینو په بدخشان ولایت کې ۹۶جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه کړې ده.

تړلي موضوعات