د تورخم دروازه په پخوانیو اصولو پرانېستل شوې

د تورخم دروازه په پخوانیو اصولو پرانېستل شوې افغانستان
د تورخم پر لار تلوونکي موټر

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند مولوي عبدالبصیر زابلی وايي، چې د تورخم دروازه نن سهار په پخوانیو اصولو بیرته پرانېستل شوې.
نوموړی زیاتوي، چې دمګړۍ د لویو موټرو چلوونکي او ناروغان کولی شي، چې بې له ویزې خیبرپښتونخوا ته سفر وکړي او د ویزې غوښتنه به پاکستانی لوری ترې نه کوي.

د تورخم فرضي کرښې دروازه یوولس ورځې وړاندې پاکستاني لوري له دې کبله تړلې وه، چې د لویو موټرو چلوونکي او ناروغان هم باید ویزه ولري.

د یادونې وړ ده، چې دا د پاکستاني حکومت نوي اصول دي، چې وروستیو کې له موټر چلوونکو، کلنډرانو او عاجلو ناروغانو څخه د ویزې غوښتنه کوي او په دې بهانه یاده لاره وخت نا وخت تړي.

تړلي موضوعات