جاپان په افغانستان کې پانګونه کوي
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان لپاره د جاپان ځانګړي استازي مرستیالې میساکو تکاهاشي د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې میساکو تکاهاشي په افغانستان کې د شته پرمختګونو، امنیتي او اقتصادي ثبات ترڅنګ د روغتیا، ښوونې، کرنې او اوبو لګونې په برخو کې د خپلو مرستو یادونه کړې په خبره یې، جاپان لېواله دی چې د افغانستان د اوسني فرصتونو څخه په استفادې پانګونه وکړي.
په دې کتنه کې سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي، افغانستان د زیاتو طبیعي زېرمو، خامو موادو او کانونو په درلودلو سره د نور وختونو په پرتله د پانګونې لپاره خوندي دی.
نوموړي زیاته کړې، د جاپان په ګډون نور هېوادونه ته په کار ده چې رسمیاتو ته په تمه نه شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.