د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په غزه کې څه کم ۱۸۰ تنه شهیدان شوي

د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال په غزه کې څه کم ۱۸۰ تنه شهیدان شوي نړۍ
په غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د ړندو بمباریو نن ۱۰۷ مه ورځ ده

د فلسطین د عامې وزارت په غزه کې د روانو جګړو له امله د اوښتې مرګژوبلې په اړه په خپور شوي راپور کې ویلي، چې د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله په غزې تړانګه کې ۱۷۸ تنه شهیدان شوي او ۲۹۳ نور ټپیان دي. 

په ورته مهال العربیه خبري شبکې ویلې، چې اشغالګر رژیم په غزې تړانګه کې د خپل یو پوځي د وژلو خبر ورکړی دی. 

په غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د ړندو بمباریو نن ۱۰۷ مه ورځ ده، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه کم ۲۵ زره ملکي فلسطینیان شهیدان او تر ۷۰ زرو نور ټپیان دي. 

د یادونې وړ ده، چې تازه سعودي عربستان یو ځل بیا په غزې تړانګه د اسرائیلو د یرغل مخالفت کړی او له هر څه وړاندې یې په سیمه کې د جګړې د دریدو غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات