د پاسپورټ ریاست په سپینو عریضو د پاسپورټ ورکړې پروسه ودروله

د پاسپورټ ریاست په سپینو عریضو د پاسپورټ ورکړې پروسه ودروله افغانستان
دې پروسې بندېدو یو علت یاد ریاست ته څېرمه اوسېدونکو د شکایتونو او ستونزې هم په ګوته کړې دي

د پاسپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د یخ موسم او د مراجعینو لپاره د بشپړو اسانتیاوو د نه شتون او د مراجعینو د ګڼې ګوڼې له کبله په سپینو عریضو د پاسپورت ورکړې پروسه یې بیرته بنده کړې ده.

د پاسپورټ ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې د دې پروسې بندېدو یو علت یاد ریاست ته څېرمه اوسېدونکو د شکایتونو او ستونزې هم په ګوته کړې دي.

خبرپاڼې ویلي، چې د اوس مهال لپاره یوازې له انلاین لارې راغوښتل کېدونکو مراجعینو او عاجلو ناروغانو ته پاسپورټ ورکول کېږي.

خبرپاڼې زیاته کړې، پاسپورټ ریاست په پلان کې لري په ټولو ولایاتو کې د کار د ظرفیت لوړولو تر څنګ، په ځانګړي ډول په شپږ زونونو کې د پاسپورټ د توزیع کار لا نور چټک کړي. 

یاد ریاست په پلازمېنه کابل کې په نږدې راتلونکي کې د پاسپورټ توزیع د څلور نورو څانګو د پرانېستل کېدو خبر هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاسپورت ریاست هېوادوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د خلکو له لورې د پاسپورت د ترلاسه کېدو په موخه په سپينو عریضو د پاسپورټ ورکړې پروسه پیل کړه، خو د خلکو ګڼې ګوڼې، یخې هوا او د ښاریانو د شکایتونو له کبله دغه پروسه بیرته بنده شوه.

تړلي موضوعات