د افغانستان رئیس الوزراء د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او مل پلاوي سره کتلي
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند نن مازدیګر د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او مل پلاوي پلاوي سره ګلخانې ماڼۍ کې کتلي دي.
دې کتنه کې رئیس الوزراء یاد پلاوي ته هرکلی ویلی او د دوی دا سفر یې د اړیکو د لا زیاتې پراختیا په برخه کې اغېزناک بللی.
دې کتنه کې پاکستاني وزیر ویلي، چې د ټرانس افغان رېل پټلۍ پروژه ازبکستان، افغانستان او پاکستان هېوادونه سره نښلوي چې د پخوا په پرتله به یې سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پراخې شي.
بلخوا اسحاق ډار د افغانستان رئیس الوزراء ته د پاکستان سفر بلنه ورکړې، چې ملا محمد حسن اخند ورته ویلي، چې په یو مناسب فرصت کې به هغه هېواد ته سفر وکړي.
ملا محمد حسن اخند همداراز ویلي، چې د زور او تهدید په ژبه هیڅ ستونزه هم نه حل کېږي او له الله تعالی څخه غواړم چې موږ ته توفیق راکړي، ترڅو ستونزې او ننګونې په حسن نیت، تفاهم، همکاري، وروري او ښه ګاونډیتوب حل کړو.
د یادونې وړ ده، چې نن کابل کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې توافقنامه لاسلیک شوه.