د امریکا فلادلفیا کې خونړی برید، ۳تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي
د امریکا فلادلفیا پولیسو ادارې خبر ورکړی، د یاد ښار سویل کې په یوه مرګوني برید کې ۳تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
فاکس نیوز د یاد ښار پولیسو له قوله ویلي، دغو ډزو کې درې تنه ځوانان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دی، چې د ځینو یې روغتیایي وضعیت نازک دی.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، برید ګر په تېښته بریالی شوی او پولیسو یې د موندلو هڅې پیل کړې.
فلادلفیا کې دغه پېښه داسې مهال کیږي، چې دوه ورځې وړاندې هم هلته په یوه برید کې ۸تنه ټپیان شوي وو.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په امریکا کې وسلهوال بریدونه زیات شوي چې دې چارې امریکایانو ترمنځ جدي اندېښنې راپورته کړې دي.