امریکا کې سخته یخني او واوره؛ ۵۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی

امریکا کې سخته یخني او واوره؛ ۵۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی نړۍ
یوازې په ټینسي ایالت کې سړې هوا ۱۹ تنه وژلي

سي اېن اېن خبر ورکړی، چې د امریکا په لسو ایالتونو کې د شدیدې واروې اورښت او یخنۍ له کبله ۵۹ تنه مړه شوي او د واورو ډېر اورښت د میلیونونو تنو پر ژوند تاثیر کړی دی.

سي اېن اېن زیاتوي، چې سړې هوا او دوامداره توپانونو د امریکا په ګوټ ګوټ کې د خلکو په ژوند تاثیر کړی دی.

د راپورونو له مخې، یوازې په ټینسي ایالت کې سړې هوا ۱۹ تنه وژلي، چې نورو ایالتونو ته په پام تر ټولو زیات شمېر مرګ ژوبله په همدې ایالت کې رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا توپانونه د قطبي هوا د جریان له امله پېښ شوي، چې د امریکا په ډېری مرکزي او ختیځو سیمو کې یې د اونۍ تر پایه وړاندوینه شوې ده.

تړلي موضوعات