چین کې په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له کبله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چین کې په یوه ښوونځي کې د اورلګېدنې له کبله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې سیمه
په تړاو یې د یاد ښوونځي سرپرست نیول شوی دی

نیو نیوز رسنۍ خبر ورکړی، چې د چین هېواد مرکز اړوند هونان ولایت کې د یو ښوونځي د لیلې کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې په کې ۱۳ تنه مړه شوي او ۱ یو بل ټپي شوی دی.

یادې خبري شبکې د چین د دولتي رسنیو په حواله ویلي، چې دغه اورلګېدنه د جمعې په شپه د هونان ولایت اړوند یینګ نومي ښوونځي کې رامنځته شوې.

سرچینې زیاته کړې، چې اورلګېدنه مهار شوې او په تړاو یې د یاد ښوونځي سرپرست نیول شوی دی.

تړلي موضوعات