د ایران او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ د بهرنیو چارو وزیرانو یې ټیلفوني خبرې کړې

د ایران او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ د بهرنیو چارو وزیرانو یې ټیلفوني خبرې کړې سیمه
د پاکستان ارضي تمامیت او حاکمیت ته پاملرنه کوي

د ایران او پاکستان ترمنځ د کړکیچ تر رامنځته کېدو وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي. 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې حسین امیرعبدالهیان د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره په دې ټیلیفوني اړیکه کې له وروستي کړکیچ رامنځته کېدو وروسته د اړیکو پر بیا جوړېدو او په ګډه د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی. 

دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې حسین امیر عبدالهیان پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د پاکستان ارضي تمامیت او حاکمیت ته پاملرنه کوي. 

په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې ټیلیفوني اړیکه کې له خپل ایراني سیال څخه غوښتنه کړې، چې پاکستان ته سفر وکړي.

تړلي موضوعات