پر ایران د پاکستان ځوابي بریدونه؛ پر سیستان او بلوچستان ولایتونو توغندیز بریدونه شوي

پر ایران د پاکستان ځوابي بریدونه؛ پر سیستان او بلوچستان ولایتونو توغندیز بریدونه شوي سیمه
دغو بریدونو کې د ۳ ښځو او څلور ماشومانو په ګډون ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې تازه نن سهار پاکستان پر ایران ځوابي بریدونه کړي او د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان کې یې یوشمېر اهداف پر توغندیو ویشتلي.

د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم وایي، چې دغو بریدونو کې د ۳ ښځو او څلور ماشومانو په ګډون ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

له بل لوري بیا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم نن سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې ایران کې د پاکستان ضد وسلوالې ډلې سرمچار پټنځایونه په نښه کړي دي.

دا پداسې حال کې ده، چې ایران تېره ورځ ادعا کړې وه، چې پاکستان کې د ایران ضد وسلوالې ډلې جیش العدل یو شمېر مرکزونه پر توغندیو ویشتې دي.

تړلي موضوعات