کندوز کې څلور بغاوتګر نیول شوي
د کندوز ولايت امنيه قومندانۍ وياند جمعه الدین خاکسار حريت راډیو ته وايي، چې کندوز کې امنیتي ځواکونو څلور تنه بغاوتګر له شواهدو سره لاس په لاس نیولي دي.
نوموړی زیاتوي، دغه باغیان چې د یاد ولایت د آقتاش ولسوالۍ اوسېدونکي دي، هغه مهال نیول شوي چې دغه ولایت کې د مقاومت په نوم جبهې لپاره پر جلب او جذب بوخت وو.
د یادې قومندانۍ ویاند زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو سره د مقاومت په نوم جبهې د غړیتوب کارتونه هم نیول شوي او دوی په خپل جرم اعتراف کړی دی چې د لومړنیو پلټنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
یاده دې وي، چې مقاومت په نوم جبهه چې افغانستان کې حضور نه لري له بهره نږدې څلور کاله د افغانستان د امنیت او شته اسلامي نظام پر ضد یوازې شعارونه ورکوي، چې سیاسي شنونکي یې دا شعارونه یوازې د خپلې ګټې وټې او پروژو اخیستو سرچینه بولي.