روسیه افغانستان سره د پوهنې برخه کې مرسته کوي

روسیه افغانستان سره د پوهنې برخه کې مرسته کوي افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت پلاوی د روسیې کازان ښار ته په سفر تللی


د افغانستان اسلامي امارت پوهنې وزارت پلاوي د روسیې کازان ښار کې د یاد هېواد د پوهنې وزارت مرستیال اندري کورنیف سره کتلي.

پوهنې وزارت ویلي، دې کتنه کې د روسیې پوهنې وزارت مرستیال د افغانستان له تعلیمي پروسې سره د همکارۍ لپاره د چمتووالي خبر ورکړی.

کورنیف ویلي، روسیه غواړي د افغانستان ښوونیز نظام د یوه غوره مرستندوی لوري په توګه عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان پوهنې وزارت پلاوی وړمه ورځ د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو درېیم نړېواله کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته په رسمي سفر تللی.

تړلي موضوعات