ایران پاکستان کې د «جیش العدل» ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي

ایران پاکستان کې د «جیش العدل» ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي سیمه
د ایران له لوري توغول شوی توغندی

د ایران تسنیم خبري اژانس تازه خبر ورکړی، چې سپاه پاسدران ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه کړي دي.
یاد اژانس زیاتوي، چې دا مرکزونه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو کې په نښه او له منځه وړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه هم د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو په عراق کې د اسرائیلو استخباراتي ادارې یا موساد پر مرکز او سوریه کې د داعشي خوارجو پر مرکزونو بریدونه کړي وو.


تړلي موضوعات