په عراق د ایران بریدونو ته ځینو هیوادونو غبرګون ښودلی

په عراق د ایران بریدونو ته ځینو هیوادونو غبرګون ښودلی سیمه
د عراق حکومت په اربیل د ایران بریدونه غندلي او دا یې د عراق پر ملي حاکمیت او خلکو بریدونه بللي دي

د رسنیو د راپورونو له مخې د عراق حکومت په بغداد کې د ایران سفیر احضار کړی او د یو اعتراض لیک په سپارلو سره یې ورته ویلي، چې له دې بریدونو به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

په ورته مهال د عراق حکومت په اربیل د ایران بریدونه غندلي او دا یې د عراق پر ملي حاکمیت او خلکو بریدونه بللي دي. 

دغه راز بریټانیا، فرانسې او امریکا هم دغه بریدونه چې ویل کیږي، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو تر سره کړي غندنه کړې. 

د یادونې وړ ده، چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک تیره شپه ناوخته د سوریې په ادلب او د عراق په اربیل ښارونو د بالسټیک توغندیو بریدونه کړي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا د ایران د ملي آمنیت په وړاندې د تهدیداتو د مخنیوي لپاره خپل مشروع حق بللی دی.

تړلي موضوعات