د فلسطینیانو نسل وژنه؛ ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۰تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فلسطینیانو نسل وژنه؛ ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۰تنو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
غزه کې د اشغالګر رژیم دوامداره بریدونه

د غزې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې غزه کې د اشغالګرو په پرلپسي هوایي بریدونو کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۳۶تنه شهیدان او ۳۶۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، دغه شمېر فلسطینیانو ته وروسته له هغې مرګ ژوبله اوړي، چې اشغالګر پوځ د تېرې جمعې په ورځ غزه کې د پراخو عملیاتو له پیله خبر ورکړ.

بلخوا د اشغالګر رژیم لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، غواړي د غزې کنټرول په بشپړه توګه ترلاسه کړي او له همدې موخه یې د خان یونس ښار اوسېدونکو ته د سیمې خوشي کولو خبرداری ورکړی.

په ورته مهال د غزې رسنیو مرکز د الشفا طبي کمپلېکس مشر له قوله خبر ورکړی، چې تېرو څلور ورځو کې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۵۰۰تنو زیات شهیدان او تر ۱۰۰۰تنو زیات ټپیان شوي او ګڼ شمېر نور تر کنډوالو لاندې ورک دي.

تړلي موضوعات