له پاکستانه راوړل شوي چاودېدونکي توکي خوست ګمرک کې نیول شوي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت خبر ورکړی، چې د خوست په ګمرک کې اړوندو کارکوونکو له ګاونډي هېواده په یوه وارداتي باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي یوه اندازه چاودېدونکي توکي نیولي دي.
د فطرت په خبره، نیول شویو توکو کې ۲۷۰ کیلوګرامه باروت، ۱۰۰ کڅوړې ثانیه سوز، ۳۶ قطۍ پټاکۍ او نور چاودېدونکي توکي چې په ډېر ماهرانه ډول د ګلګل په بایلرونو کې ځای پر ځای شوي وو، ونیول شول.
ښاغلي فطرت دکوم هېواد د نوم له اخېستلو پرته ویلي، دغه توکي له یوه ګاونډي افغانستان ته راوړل شوي و، چې په تړاو یې نیول شوي تورن کسان د څېړنو لپاره امنیتي ادارو ته سپارل شوي دي.
خوست یو له هغو ولایتونو دی، چې د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې له پاکستان سره پوله لري.
د یادونې ده، چې امنیتي ارګانونو څو ځله ډاډ ورکړی، چې هیڅ لوري او کس ته به د افغان خاورې د نا امنه کولو اجازه ورنه کړي.