د اسلامي امارت زعیم: استخبارات دې د نظام پر وړاندې ټول تخریبي پلانونه شنډ کړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه د استخباراتو عمومي ریاست مسئولینو ته یو ورځني ښوونیز سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.
د اسلامي امارت مشرتابه دې سیمینار کې حکومت کې د استخباراتو د اړتیا او اهمیت په اړه خبرې وکړې په خبره یې استخباراتي مسؤلین مکلف دي، چې د نظام پر وړاندې د ټولو پلان شویو تخریبي فعالیتونو مخنیوی وکړي.
د اسلامي امارت زعیم استخبارات د حکومت د ملا تیر بللی او مسؤلینو ته یې لارښوونه کړې، چې پر خلکو مهربانه واوسې او ورسره نېک چلند وکړي پر زندانیانو ظلم ونه کړي اسرار وساتي او پر شریعت ثابت قدمه و اوسي.
نوموړي زیاته کړې، استخبارات به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په ښکاره او یا پټه اسلامي او دیني شعایرو ته سپکاوی وکړي.
د اوسني نظام زعیم د استخباراتو له مسئولینو غوښتي، چې له نورو بنسټونو سره په همغږۍ د عامه ذهنیتونو په جوړولو کې کار وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت زعیم وخت نا وخت د بېلابېلو حکومتي ارګانونو مسؤلینو سره ناستې کوي او هغوی ته د چارو اغېزمنوالي لپاره لارښوونې کوي.